English دری  

   د کاونټرپارټ په هکله

   کور

   زمونږ هدف

   پروګرامونه

   د مدنی ټولني ارزونه

   د نادولتی مؤسسو لپاره قانون

   د ظرفیتونو لوړول

   بسپنی (ګرانټونه)

   جندر

   ډله ایز رسنی

   شریکباڼی

   د مدنی ټولنی د ملاتړ ارتباطی مؤسسی ISOs

د مدنی ټولنی د ملاتړ مرکزونه CSSCs

   د په ګټه نه ولاړ قانون لپاره نړیوال مرکز ICNL

  د نوښتګرو ملګرو نړیواله ټولنه CAII

   سر چینی

   د وړاندیزونو غوښتلیک

   ژوندی کیسی

   د کار فرصتونه

   انڅورونه

   پته

کور نمبر ۴۷ ،
د اوبو د مخزن کوڅه
کارته سه - دارلامان سرک
د تجارت وزارت ته نږدی
کابل افغانستان

   ټیلیفون شمیره

 933 154 70 (0) 93++

  تخنیکی اړیکی

  Webmaster@counterpart-afg.org

 

د معلوماتو لپاره اړیکی

  Info@counterpart-afg.org

 

::  :: د بلخ د ښځو د حقوقو د دفاع اتحادیه (ADWRB)
دغه معلومات او جزئیات د کاونټرپارټ نړیوالې ټولنې له خوا نه دي برابر شوي

پېژندګلوي/تېرحال

د بلخ د ښځو د حقوقو د دفاع اتحادیه (ADWRB) ، چې په رسمي ډول د بلخ د ښځو د حقوقو د دفاع د شورا په حیث پېژندل کېږي، یوه ټولنیزه/کلتوري او نا حکومتي مؤسسه ده، چې د ۲۰۰۲م کال په آګسټ میاشت کې د آغلې ملالۍ روشندل عثماني په مشرتابه تأسیس شوه. دغه مؤسسه د ښځو د حقه حقوقو په اړه د عامه پوهاوي د کچې په لوړولو کې کار کوي او د مشورو، ښوونې او روزنې د دندو د پراختیا له لارې د حاجتمنو ښځو ملاتړ کوي تر څو دوی پر خپلو پښو ودرېږي. همدا راز د دوی د کار د عملي تجربې د زیاتوالي په اړه فعالیتونه لري تر څو ښځې وهڅول شي چې د کار عملي ډګر ته را ودانګي. د بلخ د ښځو د حقوقو د دفاع اتحادیه اساسي هدف دادی چې له ښځو سره مرسته کوي ترڅو پر خپل ځان اعتماد تر لاسه کړي، خپل حقوق وپېژني او په ټولنه کې لکه څرنګه چې یې حق دی خپل موجودیت څرګند کړي.

د ۲۰۰۳م کال په مارچ کې د بلخ د ښځو د حقوقو د دفاع اتحادیې د لومړي ځل لپاره د ښځو یوه راډیو د رابعه بلخي په نامه په مزار شریف کې تأسیس کړه، چې مالي ملاتړ یې د کاناډا د ډله ایزو رسنیو ګروپ او ایمپکس له خوا کېږي او راډیويي پروګرامونه یې پخپله د ښځو له خوا برابرېږي او خپرېږي.

د ۲۰۰۳م په جون کې د بلخ د ښځو د حقوقو د دفاع اتحادیې له ۱۵۰ تنو ښځینه ښوونکو سره مرسته وکړه تر څو خپلې ښوونیزې دندې یو ځل بیا په ښوونځیو کې تر لاسه کړي.

تر دې وړاندې د بلخ د ښځو د حقوقو اتحادیې ښځو ته د مسلکي زده کړو روزنې ورکړې دي، چېرته چې ښځو له ۵ څخه تر ۶ ساعتونو کار کاوه او وروسته تر دې یې د دوه نورو ساعتونو په بهیر کې د لیک لوست کورسونه درلودل. ددغې کار هدف دا و چې ښځې د خپل کار په اهمیت وپوهېږي او په ټولنه کې فعال ګډون ولري، مګر دغه کار د تخنیکي مرستو او سرچینو د نشتوالي له امله په ټپه ودرېد.

ددې لپاره چې ښځې په ټولنه کې خپل فعال ګډون وښيي او خپل حقه حقوق تر لاسه کړي، د بلخ د ښځو د دفاع اتحادیې د ۲۰۰۴م کال په جون کې د حقوقي څانګې بنسټ کېښود، چې په کلني حساب سره د حقوقي او ولسواکو مؤسسو ملاتړ کوي او مالي مرستې ورته برابروي.

د دغې حقوقي څانګې عمومي هدف او موخې چې د ښځو قانوني ملاتړ کوي عبارت دي له:

· د ښځو د کورنیو او ټولنیزو حقوقو په اړه د ښځو د عامه پوهاوي د کچې لوړول.

· د ښځو لپاره د دوی د قانوني ستونزو په اړه د مشورتي خدمتونو وړاندې کول.

· د اتحادیو په اړوند خلکو او یا هم حکومت ته د وړاندې شوو دوسیو د حل او فصل تر مرحلې پورې تعقیبیول.

 

 

 

 

© ۲۰۰۵ ، ټول حقوق له کاونټرپارټ نړیوالی ټولنی سره خوندی دي
کور | د ویب پاڼی نقشه | اړیکی