English دری  

   د کاونټرپارټ په هکله

   کور

   زمونږ هدف

   پروګرامونه

   د مدنی ټولني ارزونه

   د نادولتی مؤسسو لپاره قانون

   د ظرفیتونو لوړول

   بسپنی (ګرانټونه)

   جندر

   ډله ایز رسنی

   شریکباڼی

   د مدنی ټولنی د ملاتړ ارتباطی مؤسسی ISOs

د مدنی ټولنی د ملاتړ مرکزونه CSSCs

   د په ګټه نه ولاړ قانون لپاره نړیوال مرکز ICNL

  د نوښتګرو ملګرو نړیواله ټولنه CAII

   سر چینی

   د وړاندیزونو غوښتلیک

   ژوندی کیسی

   د کار فرصتونه

   انڅورونه

   پته

کور نمبر ۴۷ ،
د اوبو د مخزن کوڅه
کارته سه - دارلامان سرک
د تجارت وزارت ته نږدی
کابل افغانستان

   ټیلیفون شمیره

 933 154 70 (0) 93++

  تخنیکی اړیکی

  Webmaster@counterpart-afg.org

 

د معلوماتو لپاره اړیکی

  Info@counterpart-afg.org

 

::  د افغانستان د بشري حقوقو او چاپېریال ساتنې سازمان (AOHREP)
دغه معلومات او جزئیات د کاونټرپارټ نړیوالې ټولنې له خوا نه دي برابر شوي

د افغانستان د بشري حقوقو او چاپېریال ساتنې د سازمان (AOHREP) لنډه پېژندګلوي:

د افغانستان د بشري حقوقو او چاپېریال ساتنې سازمان (AOHREP) د ۲۰۰۰م کال د نومبر په ۲۶مه نېټه د ښاغلي عبدالرحیم هوتکي په مشرتابه په پېښور کې تأسیس شو. ددغې مؤسسې فعالیتونه دوه برخې دي، بشري حقوق او چاپېریال ساتنه چې ۷ څانګې لري چې: پر بشري حقوقو د تیري د سپیناوي، د ټولنیز عدالت د دفاع، د ټولنیزو املاکو د دفاع، له زیانونو څخه د چاپېریال ساتنه، د بهرنیو اړیکو، خپرونې او د معلوماتو د وېش له څانګو څخه عبارت دي.

د افغانستان د بشري حقوقو او چاپېریال ساتنې سازمان د خپلو اهدافو د مشخصولو پخاطر په ۶ فصلونو او ۳۱ مادو مشتمل یو قانون لري. اوسمهال AOHREP مؤسسه ۱۸ ولایتي دفترونه لري، په داسې حال کې چې د ټول هېواد د ۲۰۰ ولسوالیو په کچه کمېټې لري. ټول ټال له ۳۲۰۰۰ خلکو څخه زیات غړي لري، چې ۴۳۵ تنه یې د ماسټرۍ درجې لري او ۷۰۲ تنه نور یې له دولسمو ټولګیو فارغ شوي دي. زموږ ټول غړي چې پخپله خوښه زموږ د مؤسسې غړیتوب قبلوي، په میاشت کې ۱۰ افغانۍ د مؤسسې د غړیتوب په اړه تادیه کوي.

د ډله ایزو رسنیو فعالیت:

د مرکزي دفتر او ساحوي دفترونو ټیم د بشري حقوقو د مسايلو په اړه له ډله ایزو رسنیو سره په فعال ډول اډویکسي (مدافعه) کوي. د مرکزي دفتر ټیم د (د عملي اقدام لپاره آواز) په نامه د یوې خپرونې خپرولو ته دوام ورکړی، چې پکې اعلامیې، تحلیلونه، مرکې او د ګردیو مېزونو مرکې خپروي. دغه مؤسسه په خاص ډول د بیان د آزادۍ ملاتړ کړی دی، او د ټولنیزو او سیاسي شخصیتونو او د ژورنالیستانو د حقوقو د دفاع په اړه یې جدي عکس العمل ښودلی دی.

ټولنیزه ښوونه او روزنه

د افغانستان د بشري حقوقو او چاپېریال ساتنې سازمان د خلکو د عامه پوهاوي په اړه ډېر د قدر وړ ګامونه پورته کړي دي. د افغانستان د بشري حقوقو او چاپېریال ساتنې سازمان د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې یو ورځني سمینار په بریالتوب سره پای ته ورساوه، چې په دغه سمینار کې د بشري حقوقو اساسات او په یوه ولسواکه ټولنه کې د مدني ټولنې رول په اړه پوره وضاحت وشو. اوسمهال د افغانستان د بشري حقوقو او چاپېریال ساتنې سازمان د ټولنیزو ښوونو مخ په مخ پروګرام چې په زابل او فاریاب ولایتونو کې د پارلماني ټاکنو په اړه دی پر مخ بیايي.

 

 

 

 

© ۲۰۰۵ ، ټول حقوق له کاونټرپارټ نړیوالی ټولنی سره خوندی دي
کور | د ویب پاڼی نقشه | اړیکی