AWEC د څه شي مخفف دی؟
Afghan Women's Educational Center (د افغان ښځو تعلیمي مرکز)
د افغان ښځو تعلیمي مرکز څه دی؟
د افغان ښځو تعلیمي مرکز یوه د ښځو غیر دولتي مؤسسه ده، چې د حقوقو اعادې، پخپلو پښو درېدو، او د افغان میندو او ماشومانو تر منځ د ځواکمنتیا او پوهې د کچې د لوړولو لپاره د ښوونې او روزنې، روغتیا، د سولې ښوونه او ټولنیز اقتصاد ودې پروژو ته ځانګړې شوې ده.
د افغان ښځو د تعلیمي مرکز موقعیت چېرته دی؟
د افغان ښځو د تعلیمي مرکز، مرکزي دفتر د افغانستان په کابل پلازمینه کې دی، چې ډېر شمېر پروژې له همدې مرکز څخه اداره کوي، په لومړي سر کې کابل، پکتیا او مزار شریف ددغې مؤسسې د فعالیتونو تر پوښښ لاندې دي.
د افغان ښځو تعلیمي مرکز چېرته تأسیس شو؟
د افغان ښځو تعلیمي مرکز په کال ۱۹۹۱م کې د پاکستان په اسلام آباد کې د افغان مهاجرینو د خدمت په موخه تأسیس شو. د افغان ښځو تعلیمي مرکز د افغان مهاجرو میندو لپاره د مرستو لومړنۍ سرچینه وه. ددې لپاره چې د افغانانو ډېرو سختو اړتیاوو ته ځواب ویل شوی وي، د افغان ښځو تعلیمي مرکز په کال ۱۹۹۳م کې یوه خپله عالي لېسه تأسیس کړه. د افغان ښځو د تعلیمي مرکز مهم فعالیتونه عبارت دي له: د لیک لوست پروګرامونه، د روغتیايي ښوونو پروګرامونه، د مهارتونو روزنې(اوبدل، انګریزي ژبه، د کمپیوټر پرمختللي پروګرامونه او اداري رزونې)، په اسلام کې د ښځو د حقوقو د مطالعې ګروپ، او د کاري شبکې له ملاتړ څخه دي. په کال ۱۹۹۸م کې د افغان ښځو تعلیمي مرکز د سرک پر سر ماشومانو او ښځو لپاره مرکز پرانیست، چې دغه مرکز د هغو افغان مهاجرو لپاره ؤ چې په پېښور ښار کې یې په بې سرپنا ژوند کاوه او د مهاجرو له کمپونو څخه بهر وو. نوموړي مرکز د عایداتي تولیداتو فعالیتونه، د لیک لوست زده کړې پروګرامونه، د ښوونې او روزنې، روغتیايي مرستې، مشورتي خدمتونه، د دندو پیدا کول او نور خدمتونه ترسره کړي دي، همدا راز یې د ټولنیز مشارکت، د کاري شبکې ملاتړ، د مهارتونو د پرمختګ، د اروايي ناروغانو مشورتي درملنه، او د ښوونې او روزنې په برخو کې خدمتونه ترسره کړي دي.
د افغان ښځو د تعلیمي مرکز هدفونه څه دي؟
ددې لپاره چې د افغان ښځو تعلیمي مرکز خپل لرلید په نخښه کړی وي، نو دغه لاندې اساسي موخې لري:
· د ښځو لپاره د لیک لوست زده کړې د پروګرامونو برابرول،
· د ماشومانو په خاص ډول نجونو لپاره د ښوونې او روزنې د زمینې برابرول،
· د ښځو او نسبتاً د لویو ماشومانو لپاره د حرفوي زده کړو د پروګرامونو برابرول،
· د ښځو د ټولیو(ګروپونو) ملاتړ او انسجام،
· د سولې د ښوونې او روزنې په برخه کې او د ښځو له ژوند او حقوقو سره د هغوی د تړاو په مناسبت کار کول،
· د روغتیايي ، په خاص ډول د مؤثرو روغتیايي خدمتونو برابرول،
· له ښځو سره د رواني تکلیفونو او ذهني فشار په له منځه وړلو کې مرسته کول، او د ټولنیز ښه ژوند ژواک په کولو کې مرسته کول،
· په همکارانه ډول له نورو مؤسسو او افرادو سره د خپل لرلید د لاسته راوړو په موخه کار کول.
د افغان ښځو تعلیمي مرکز څه ډول مالي مرستې تر لاسه کوي؟
د افغان ښځو تعلیمي مرکز د ډېری مالي مرستې له مرستندویو ټولنو څخه تر لاسه کوي، همدا راز په ګرمۍ سره د خصوصي مرستندویانو د مرستو مننه کوي، چې ډېری وختونه یې د سختو اړتیاو پر مهال د افغان ښځو له تعلیمي مرکز سره مالي مرستې کړې دي.
|