English دری  

   د کاونټرپارټ په هکله

   کور

   زمونږ هدف

   پروګرامونه

   د مدنی ټولني ارزونه

   د نادولتی مؤسسو لپاره قانون

   د ظرفیتونو لوړول

   بسپنی (ګرانټونه)

   جندر

   ډله ایز رسنی

   شریکباڼی

   د مدنی ټولنی د ملاتړ ارتباطی مؤسسی ISOs

د مدنی ټولنی د ملاتړ مرکزونه CSSCs

   د په ګټه نه ولاړ قانون لپاره نړیوال مرکز ICNL

  د نوښتګرو ملګرو نړیواله ټولنه CAII

   سر چینی

   د وړاندیزونو غوښتلیک

   ژوندی کیسی

   د کار فرصتونه

   انڅورونه

   پته

کور نمبر ۴۷ ،
د اوبو د مخزن کوڅه
کارته سه - دارلامان سرک
د تجارت وزارت ته نږدی
کابل افغانستان

   ټیلیفون شمیره

 933 154 70 (0) 93++

  تخنیکی اړیکی

  Webmaster@counterpart-afg.org

 

د معلوماتو لپاره اړیکی

  Info@counterpart-afg.org

 

::  د ظرفیتونو لوړول

د آیپکس د مقصدونو دریم مقصد د مدني ټولنې د سیمه ییزو مؤسسو د ظرفیتونو لوړول دي چې خپل فعالیتونه د شفافیت او پاک حساب ورکولو له مخې په اغېزمنه توګه طرح، تطبیق، اداره او ویې څاري او ویې ارزوي. 

د آیپکس د دریم مقصد په فعالیتونو کې د یوې داسې پایښتیزې زیربنا را منځته کولو ته پاملرنه شوې چې د ټول افغانستان په کچه د مدني ټولنې د مؤسسو د پرمختګ ملاتړ وکړي.  په دغه زیربنا کې ۱۰ افغان مؤسسې چې د کاونټرپارټ سیمه ییزې شریکباڼې مؤسسې دي او د آیپکس پروګرام تطبیقوي، شاملې دي.  د افغان مدني ټولنې مجمتع (مجما) او د افغان ښځو تعلیمي مرکز (اویک) چې مرکزونه یې په کابل کې دي، د افغان مدني ټولنې د ارتباطي مؤسسو(ISOs) په حیث کار کوي. د کاونټرپارټ آیپکس پروګرام له ۲۰۰۵م کال را په دېخوا دغو پاس یادو شوو مؤسسو ته ټریننګونه او د هغوی له اړتیاوو سره سمې - د ټولنې د ارزونې له کړنلارو را نیولې بیا د فعالیتونو د پلان کولو او د اډویکسي (د خلکو په پلوۍ د خبرو اترو) تر تخنیکونو پورې - تخنیکي مرستې ورکړې دي، چې په دې توګه دغه مؤسسې تجهیز او وکولی شي د افغانستان په کچه د افغان مدني ټولنې د ملاتړ ۸ مرکزونو ته چې د افغان سیمه ییزو مؤسسو شبکه ده په پرمختللې کچه د ظرفیتونو لوړولو مرستې ورسوي. په ټولیزه توګه آیپکس ۷۵ تنه اشخاص، چې په کاونټرپارټ کې د ټرینرانو کدر جوړوي وروزل،  د مدني ټولنې د ملاتړ ارتباطي مؤسسې ISOs او د مدني ټولنې د ملاتړ مرکزونه CSSCs به په راتلونکو ډېرو کلونو کې د افغان مدني ټولنې د ملاتړ له  پاره پایښتیزې مرستې وړاندې کوي.  پر دې سربېره د مؤسساتي پرمختګ د ارزونې له مخې لسو شریکباڼو مؤسسو څرګنده کړې ده چې د ۲۰۰۷م کال تر پایه پورې ددغو مؤسسو په مؤسساتي ظرفیت کې  ۸۰٪ غوره والی راغلی دی.

د مدني ټولنې د ملاتړ مرکزونو CSSCs او  د مدني ټولنې د ملاتړ ارتباطي مؤسسو ISOs  په مستقیمه توګه د ټولنیزو پرمختیايي شوراګانو، انجوګانو په شمول د مدني ټولنې ۲۰۵ ولسي مؤسسو ته د هېواد په هر ولایت کې ټریننګونه ورکړي، چې په نتیجه کې یې ۱۳۲۰ تنو ته تر دې مهاله پورې ټریننګونه ورکړي دي.  دې سیمه ییزو مؤسسو ته په دریو اساسي لارښودونو(موډلونو) کې ټریننګونه ورکړل شوي  دي  چې په یوه ولسواکه ټولنه کې د مدني ټولنې د مؤسسو اساسي طبیعت څرګندوي، چې مؤسسو ته داسې وسایل په لاس کې ورکوي، چې له سیمه ییزو ټولنو سره مرسته وکړي چې خپلې اړتیاوې په نخښه او د حل لارې یې په خپله را وباسي، او ددغو اړتیاو پر بنسټ مناسبې پرمختیايي پروژې طرحه کړي.

کاونټرپارټ په خپلو شریکباڼو مؤسسو کې د سرچینو مرکزونه جوړ کړل چې ددغو مرکزونو کارکوونکي د هرې اوونۍ په اوږدو کې هره ورځ په خپل دفتر کې ددې له پاره حاضر وي چې د انفرادي اشخاصو او د مؤسسو د کارکوونکو ته تخنیکي مرستې په اساسي پرمختیايي مهارتونو کې لکه د اړتیاوو په ارزونه او د پروژې په ډیزاین کې ورکړي. همدا راز دغه مرکزونه د نادولتي مؤسسو د راجستر کولو او په افغانستان کې د مرستندویو مؤسسو په اړه هم معلومات ورکوي. همدا راز دوی عامو خلکو ته د انټرنیټ کارولو وړیا خدمتونه هم کوي. په ملي کچه د میاشتې تقریباً ۵۰۰ خلک دغو مرکزونو ته ورځي. د ټریننګونو، تخنیکي مرستو او د معلوماتو د ورکولو دغه ترکیب یا توازن د آیپکس له خوا د په نخښه شوو مدني مؤسسو  د ظرفیتونو کچه په ۲۰۰۷م کې  ۵۷٪ لوړه کړې ده، یعنې د امریکا د متحدو ایالتونو د نړیوالې پرمختیایي ادارې (یو ایس ایډ) له خوا د په نخښه شوي هدف تقریباً دوه برابره دغه کار ترسره شوی دی.

 

 

 

© ۲۰۰۵ ، ټول حقوق له کاونټرپارټ نړیوالی ټولنی سره خوندی دي
کور | د ویب پاڼی نقشه | اړیکی