|
کاونټرپارټ د افغان مدني ټولنې پراخه، با کیفیته او باکمیته
څېړنه ترسره کړه چې په افغانستان کې د مدني ټولنې ونډه او
طبیعي جوړښت
و
ارزوي.
د ارزونې
کلیدي لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:
o
په افغانستان کې د مدني ټولنې د مؤسسو شمېره ورځ په ورځ د
پروژو د تطبیق په مخه زیاتېږي.
o
د مدني ټولنې د سکتور د مؤسساتي پوخوالي کچه نسبتاً کمه ده.
o
دغو نوو مؤسسو ته په زیاته پیمانه پیسې او مسؤولیتونه ورکول
کېږي.
o
د نوو مؤسسو لکه نادولتي مؤسسو په مقایسه د دودیزو ګروپونو د
اعتماد او باور کچه لوړه ده.
o
امنیتي ستونزې، غربت او بېسوادي د مدني ټولنې پر وړاندې ستر
ګواښونه دي.
o
د مدني ټولنې موسسو د افغانستان په بیا رغونه کې په پراخه
پیمانه نقش لري. دوی د ټول هېواد په سطحه د بنسټیزو رغونو
پروژې پلي او همدا راز یې ټولنیز خدمتونه ترسره کړي دي. د
۲۰۰۵م په مارچ کې د کاونټرپارټ د نمونې له مخې د مدني ټولنې
۶۷۸مؤسسو ۳۴۲۸ پروژې پلي کړې.
د ارزونې په تعقیب کاونټرپارټ یوه عمومي غونډه او ۱۲ ګردي
مېزونه تقریباً د ۴۰۰ خلکو چې ۳۰٪ ښځې وې له پاره د افغانستان
په اتو زونونو کې ونیول. د وزیرانو، مرستیالو وزیرانو، والیانو،
ژورنالستانو، لیکوالو، دولتي مامورینو او د مدني ټولنې د مؤسسو
او خصوصي سکتور د استازو په شمول خلکو په کې ګډون وکړ، چې د
ارزونې د پایلو په اړه یې بحثونه وکړل او خپل افکار او
سپارښتنې یې له موږ سره شریکې کړې.
د ګردیو مېزونو کلیدي سپارښتنې په لاندې توګه دي:
o
د مدني ټولنې د پیاوړتیا په هلو ځلو کې ډېره ضروري ده چې له
ځوانانو، ښځو، د دین د عالمانو، ملایانو، مخورو سپین ږیرو او
له رسنیو سره کار وشي.
o
د ښځو د ځواکمنولو ډېره زیاته اړتیا لیدل کېږي – په دې هکله له
ګډونوالو څخه حتا یوه فرد هم مخالفت نه درلود.
o
د مدني ټولنې مؤسسې د دولت او خلکو تر منځ د پل حیثیت لري، ځکه
خو د نوموړو مؤسسو د ظرفیتونو لوړول ډېر اهمیت لري، چې خپله
دغه دنده په بریالیتوب سره ترسره کړي.
o
د کلتوري او فرهنګي پروګرامونو ملاتړ به د مدني ټولنې په وده
کې مرسته وکړي.
o
د مدني ټولنې د ودې په تړاو د ښوونې او روزنې پرمختګ باید له
پامه ونه غورځول شي.
د ګردیو مېزونو له بحثونو وروسته کاونټرپارټ د مدني ټولنې
ارزونه او د افغان مدني ټولنې په اړه د افغانانو انګېرنې
انګریزي، پښتو او دري ژبې ۳۰۰۰ زره ټوکه کتابونه چاپ کړل. د
ریپورټ ۲۲۲۵ ټوکه مؤسسو او افرادو ته ووېشل شول، او همدا راز
دغه ریپورټ د کاونټرپارټ په ویب پاڼه هم شته دی
(د ریپورټ د کتلو له پاره مهرباني وکړﺉ دغه ځای کېکاږﺉ). همدا
راز دوه په پالیسۍ متمرکز پریزنټیشنونه (لنډ معلومات) د بریاوو
په هکله چې لومړی یې ۴۵ تنو افغان ځوانانو ته او دویم یې ۲۰۰
تنو راډیويي ژورنالستانو او د مدني ټولنې لوبغاړو ته وړاندې
کړل شول.
پالیسي جوړوونکو ته ښايي چې د تخنیکي فعالیتونو او د منابعو د
اختصاص په اړه د پرېکړو کولو له پاره دې له دغې معلوماتي
سرچینې کار واخلي. په عین حال کې، دغه ارزونه د آیپکس پروګرام
له پاره یوه د اساسي کرښې په څېر ده چې له مخې به یې په
راتلونکي کې د مدني ټولنې د پرمختګ او ودې اندازه لګول کېږي،
او دغه راز د یوې داسې سرچینې حیثیت لري چې په پراخه کچه د
لېوالو هغو خلکو له پاره چې په افغانستان کې د مدني ټولنې د
ودې په موخه کار کوي، د کارولو وړ ده. په ۲۰۱۰ م کال کې به
کاونټرپارټ د افغان مدني ټولنې یوه تعقیبي ارزونه ترسره کوي،
چې له مخې به یې له ۲۰۰۵م کال را پدې خوا بدلونونه ارزوي.
|