|
په افغانستان کې تر لسیزو جګړو وروسته، د ټولنیزجنسیت تعادل
یوه ستره او مهمه مسئله ګرځېدلې، چې باید په افغانستان کې د
پرمختیايي هر نوښت له مخې له منځه ولاړه شي. کاونټرپارټ
نړیواله مؤسسه په دې باور ده چې د هېواد بریالۍ بیا رغونه د
ټولنې د ټولو غړو په ګډون ونډو او ګډو همکاریو ولاړه ده. د
ټولنیزجنسیت تعادل یوازې د ښځو پر ځواکمنیدو پورې منحصر نه دی،
بلکې ددې له پاره چې یو پایښتیز چاپېریال را منځته کړل شي، نو
په دې هلو ځلو کې باید ټوله ټولنه را شریکه کړل شي.
په پرمختیايي فعالیتونو کې د ټولنیز جنسیت او پرمختګ (جي اې ډي)
تګلار په دې موخه را منځته کړل شوې ده چې فرصتونه، سرچینې او
ګټې د هېواد د نفوسو په مختلفو ډلو کې د دواړو نارینه وو او
ښځینه وو تر منځ په مساوي توګه سره ووېشي. دغه تګلار د ټولنیز
جنسیت د نا انډولیو ریښوي مسایلو ته ګوري، د ښځو او نارینه وو
ستراتیژيکې اړتیاوې په نخښه کوي او له منځه یې وړي او د پروژو
له پلان کوونکو سره مرسته کوي چې د ښځو او نرو تر منځ د
ټولنیزو دندو او مسؤولیتونو مهم توپیرونه په نخښه کړي، چې په
دې توګه دغه کار د ډېرو اغېزمنو پروګرامونو او پروژو د پرمختګ
لامل ګرځي.
د ایپکس د ټولنیز جنسیت ټیم د شریکباڼو مؤسسو، د مدني ټولنې د
ولسي مؤسسو، د حکومتي دفترونو او ادارو د ظرفیت د کچې لوړولو
هلې ځلې کړي دي او دوی یې دې ته هڅولي چې د پرمختیايي
فعالیتونو د تطبیق په بهیر کې دې د ټولنیز جنسیت او پرمختګ له
تګلارې څخه کار واخلي.
ددې له پاره چې د خپلو هلو ځلو او فعالیتونو اغېزمنتیا او
قبولیت زموږ د پروګرام او زموږ د شریکباڼو مؤسسو په ټولو
فعالیتونو کې د ټولنیز جنسیت د اساساتو د شاملولو له مخې ثابت
کړو، نو کاونټرپارټ نړیوالې مؤسسې د ټولنیز جنسیت اصلي مسیر ته
د را ګرځولو یوه ستراتيژي را منځته کړه، او ددې تر څنګ یې نور
اسناد او وسیلې ترلاسه کړې چې له کاونټرپارټ او د شریکباڼو
ټولنو سره د ټولنیز جنسیت اصلي مسیر ته د راګرځولو په پروګرام
کې مرسته وکړي.
د ټولنیز جنسیت د ټیم په وسیله آیپکس په بشپړه توګه د ټولنیز
جنسیت د تعادل تګلار په خپلو فعالیتونو کې داخله کړې ده، چې
دغه لاندې لاسته راوړنې او اغېزې یې ترلاسه کړې دي:
د ټولنیز جنسیت د ظرفیتونو لوړول
•
کاونټرپارټ د ټولنیز جنسیت په اړه د عامه پوهاوي او د ټولنیز
جنسیت د تحلیل په اړه ۸۹ تنو (۵۹ تنه نارینه وو او ۳۰ ښځو) ته
ټریننګونه ورکړل.
•
د کاونټرپارټ د ټولنیز جنسیت ټیم شریکباڼو مؤسسو ته په متواتره
توګه تخنیکي مرستې ورکړې دي چې په خپلو مؤسسو او فعالیتونو کې
ټولنیز جنسیت اصلي مسیر ته را وګرځوي. دغه مرستې په مؤسساتي
پالیسیو کې د ټولنیزجنسیت اصلي مسیر ته په راګرځولو او په
پرمختیايي چارو کې د زیاتو ښځو د شمولیت په ستراتیژیو مشتملې
دي.
•
د کاونټرپارټ د ټولنیزجنسیت ټیم د ټولنیز جنسیت اصلي مسیر ته د
راګرځولو تخنیکې مرستې د مدني ټولنې هغو مؤسسو ته چې په آیپکس
پورې نه دي تړل شوې، او د پوهنې، د ښځو د چارو او د کلیو د
پراختیا او بیا رغونې وزارتونو په شمول ډېر شمېر نورو دولتي
ادارو ته ورکړي دي.
په بلاعوضه مرستو کې د ټولنیز جنسیت تعادل ته پاملرنه
•
کاونټرپارټ د خپلو بلاعوضه مرستو ۵۶٪ هغو مؤسسو ته چې د ښځو له
خوا اداره کېږي او یا هم د ښځو له پاره کار کوي، اختصاص کړې دي.
•
همدا راز کاونټرپارټ په دې خبره ځان ډاډمنوي چې ټولې بلاعوضه
مرستې په ټولنه کې د ټولو ښځو او نارینه وو اړتیاوې پوره کوي،
چې په دې توګه د ټولنیز جنسیت تعادل د دواړو جنسونو له پاره د
پروژو د طرحې، تطبیق او ارزونې په ټولو مراحلو کې یقیني کړي.
څېړنې او خپرونې
په افغان مدني ټولنه کې د ښځو ګروپونه: ښځې او نر د مدني ټولنې
په مؤسسو کې د عادلانه ګډون ونډې په خاطر کار کوي- هغه څېړنیز
اثر دی چې په ولسي کچه د ښځو او نارینه وو د مؤسسو د جوړښت او
د ځواک په اړه معلومات وړاندې کوي او هغه لارې چارې په ګوته
کوي چې څه ډول به دغه مؤسسې وکولی شي چې په راتلونکي کې نورې
هم اغېزمنې وي.
افغان میندو ته د رسېدلو لارښود، په آسانه توګه ترلاسه کېدونکې
او د پوهېدنې وړ وسیله ده، چې په ټولنو کې ښځو ته د رسېدلو
عملي، او د سیمې له حالاتو سره سمې سلا مشورې په ګوته کوي. دغه
لارښود چې د آیپکس شریکباڼو ټولنو، د مدني ټولنې نورو مؤسسو،
مرستندویو ټولنو، د ولایتي بیا رغونې ټیمونو(پي آر ټي) او د
دولت وزارتونو ته وېشل شوی، ډېر ستایل شوی دی.
خپل کمپیوټر ته
د جندر اصل مسیر ته راګرځولو لارښود
کښته کړﺉ
خپل کمپیوټر ته
افغان ښځو ته د رسېدو لارښود
کښته کړﺉ
خپل کمپیوټر
ته په افغان مدني ټولنه کې د ښځو ګروپونه (انګریزي)
کتاب کښته کړﺉ
خپل کمپیوټر
ته په افغان مدني ټولنه کې د ښځو ګروپونه (پښتو ، دري ) لنډیز
کښته کړﺉ
|