|
کاونټرپارټ د مدني ټولنې له مؤسسو سره مالی مرستې کوي، چې
نوموړې مؤسسې وکولی شي خپل مؤسساتي ظرفیتونه لوړ او دغه راز
دوی ته دا موکه په لاس ورکړي چې په افغانستان کې پرمختیايي او
د مدافعې (اډویکسي) فعالیتونه پلي کړي.
د بلا عوضه مرستو اداري بهیر
کاونټرپارټ د افغان مدني ټولنې د مؤسسو له پاره د بلاعوضه
مرستو د موجودیت په اړه تر لرې پرتو سیمو پورې رسېدونکی یو
میکانیزم را منځته کړی چې د بلاعوضه مرستو د ترلاسه کولو د
وړاندیزونو د اعلان څخه هر څوک کولی شي خپله درخواستي وړاندې
کړي. د پروپوزل له پاره درخواستي په پښتو، انګرېزۍ او دري ژبو
تر واضحو شرایطو لاندې او د یوه بریالي پروپوزل له پاره د غوره
لارښوونو سره یوځای اعلانېږي. تر دې مهاله پورې کاونټرپارټ د
پروپوزل له پاره ۱۲ درخواستۍ اعلان کړې دي، چې په دې اړه یې د
افغان مدني ټولنې له مؤسسو څخه تر ۶۸۰ زیات پروپوزلونه ترلاسه
کړي دي. د بلاعوضه مرستو څانګې د وړاندیزونو د ارزونې د کومېټې
له لارې وړاندیزونه ارزوي، چې په دغه کومېټه کې د کاونټرپارټ د
مختلفو پروګرامونو سر مشران او د امریکا د متحده ایالتونو د
نړیوالې پرمختیايي ادارې (یو ایس آی ډي) استازي شامل دي. دغه
پروپوزلونه یا وړاندیزونه د هر اړخیزو ځانګړنو لکه د پروژو د
ترسره کېدلو د امکاناتو، اغېزمنتیاوو، د ټولنیز جنسیت د تعادل
او هغه تاثیرات چې په نخښه شوې ټولنه کې یې ښندي - له ارزونې
تېرېږي. د پروپوزلونو د ارزونې په بهیر کې د بلاعوضه مرستو
څانګه پوښتنې ځوابوي او د مدني ټولنې له هغو شمېر مؤسسو سره چې
پروپوزلونه یې وړاندې کړي، تخنیکي مرستې کوي.
د مؤسساتي ملاتړ بلا عوضه مرستې
د مؤسساتي ملاتړ بلا عوضه مرستې په دې موخه ترسره کېږي چې د
آیپکس د شريکباڼو مؤسسو ظرفیتونه او توانونه لوړ کړي چې د مدني
ټولنې د ملاتړ د پایښتیزه مؤسسو په حیث تبارز وکړي. کاونټرپارټ
د مؤسساتي ملاتړ بلا عوضه مالي مرستې د مدني ټولنې د ملاتړ
ارتباطي مؤسسو
ISOs
او د مدني ټولنې د ملاتړ مرکزونو
CSSCs
ته ورکوي. د تېر لومړي کاري پړاو په بهیر کې کاونټرپارټ خپلو
ISOs
او CSSCs
لسو شریکباڼو مؤسسو ته ۱۷، ۲ ملیونه امریکايي ډالر د مؤسساتي
ملاتړ بلاعوضه مرستې کړې دي.
د ټولنې د پرمختیا بلا عوضه مرستې
د ټولنې د پرمختیا بلا عوضه مرستې هغو ټولنیزو پرمختیايي مؤسسو
ته ورکړل شوې دي چې د ټول افغانستان په کچه په ټولنه کې د خلکو
د ژوند د معیار اوچتولو له پاره کار کوي. تر دې دمه پورې د
آیپکس د شریکباڼو ټولو په شمول د افغان مدني ټولنې مؤسسو ته په
ټولیزه توګه د ټولنیزې پرمختیا بلاعوضه ۲۶ بلا عوضه مالي مرستې
چې مجموعه یې ۲۲،۲ میلیونه امریکايي ډالره کېږي، ورکړل شوې دي.
مدافعوي بلاعوضه مرستې
مدافعوي (د خلکو په پلوۍ) بلاعوضه مرستې د اډویکسي (د خلکو
پلوي) د کمپاین له پاره ورکړل شوې دي، چې د څېړنو، ښوونې او
روزنې او د عامه پوهاوي تخنیکونو کې کارول کېږي چې په ملي او
سیمه ییزه کچه د سیمه ییزو خلکو ګډون ونډه د تصمیم نیولو په
بهیر کې زیاته کړي. د تېر کاري پړاو په بهیر کې کاونټرپارټ د
ايپکس د شریکباڼو مؤسسو په شمول د مدني ټولنې مؤسسو ته د
مدافعوي بلاعوضه مرستو ۴۷،۱ ملیونه امریکايي ډالرو مرستې د ۲۹
پروژو د مالي ملاتړ په برخه کې کړي دي.
د بشري حقونو بلاعوضه مرستې
د بشري حقونو له پاره بلاعوضه مرستې هغو فعالیتونو ته ورکول
کېږي چې په هېواد کې د بشري حقونو د تأمین په اړه هلې ځلې نورې
هم ګړندۍ کوي. دغه بلاعوضه مرستې به د مدني ټولنې ټولو هغو
مؤسسو ته چې د بلاعوضه مرستو د ترلاسه کولو له پاره وړاندیزونه
وکړي، ورکول کېږي، د بلاعوضه مرستو د ترلاسه کولو د درخواستیو
له لارې ترلاسه کولی شي او همدا راز د آیپکس د شریکباڼو او د
مدني ټولنې ټولنې د په نخښه شوو مؤسسو له پاره د ځانګړو شوو
درخواستیو له لارې، چې دوی به زموږ د مدني ټولنې د ملاتړ له
منځګړو مؤسسو او د مدني ټولنې د ملاتړ له مرکزونو څخه چې زموږ
شریکباڼې مؤسسې دي، د دویم ځلي بلاعوضه مرستو ورکولو د بهیر له
مخې کوچنۍ بلاعوضه بسپنې ترلاسه کړي.
ځانګړې شوې بلاعوضه مرستې
ځانګړې شوې بلاعوضه مرستې په خاصه توګه د هغې پروژې له پاره چې
په ټولنه کې د یوې مشخصې ستونزې د لرې کولو په موخه په کار
اچول کېږي او یا هم د لومړیتوب حق لرونکې پروژه وي، ورکول کېږي.
د ځانګړو شوو بلاعوضه مرستو ټول ټال ۲۲۹۲۶۶ امریکايي ډالره ۱۲
پروژو ته ورکړل شوې دي، چې له دې جملې څخه ۱۱ د مدني ټولنې
ولسي مؤسسو ته چې په سیمه کې یې د بې سوادۍ د له منځه وړلو په
شمول د شخړو د هوارولو ټریننګونه ورکول او د سیمه ییزې پرمختیا
پروژې یې پر مخ بیولې ورکړل شوې دي. پاتې یوه پروژه یې د هېواد
د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت ته د افغانستان د اساسي
قانون د۴۰۰۰۰ ټوکه کتابونو او د ۴۰۰۰۰ توضیحي پوسټرونو
د چاپ
ډالۍ په بڼه ورکړل شوه، چې د اساسي قانون په اړه د خلکو د
پوهاوي کچه لوړه کړي. د کلیو د پراختیا وزارت د اساسي قانون
دغه کتابونه د ټول افغانستان په ۳۸۰۰۰ کلیو او بانډو، ښارونو،
وزارتونو او په نورو دولتي دفترونوکې په خلکو وېشي.
دویم ځلي بلا عوضه مرستې
کاونټرپارټ د دویم ځلي بلاعوضه مرستو د ورکولو بهیر د آیپکس د
شریکباڼو مؤسسو له لارې پیل کړی دي. د لومړي کاري پړاو په بهیر
کې کاونټرپارټ نهه فرعي بلاعوضه مرستې د آیپکس د مدني ټولنې
مؤسسو ته د بلاعوضه مرستو د واحد له لارې
د آیپکس د مدني ټولنې د
ملاتړ منځګړو مؤسسو
ISO
ته چې د بلاعوضه مرستو د ورکولو وړ ګرځېدلې دي، ورکړي دي. پر
دې سربېره، کاونټرپارټ له دوو نورو شریکباڼو مؤسسو سره هم کار
پیل کړی دی چې ددوی د مالي ظرفیت کچه لوړه کړي چې په دې توګه
دوی د دویم ځلي بلاعوضه مرستو د ورکولو وړ وګرځي.
کاونټرپارټ نړیوالې مؤسسې په تېر لومړي کاري پړاو کې د خپلو
پورتنیو بلاعوضه مرستو د پروګرام د مالي مرستو ۵۶٪ هغو پروژو
ته چې د ښځو له خوا اداره کېږي او یا د ښځو له پاره کار کوي،
ورکړې دي.
|