کاونټرپارټ نړیواله مؤسسه ویاړي چې د
متحدو ایالتونو
له حکومت سره د یوه کلیدي شریکباڼي په حیث په افغانستان کې د
یوې ولسواکې، بریالۍ او د جندر له اړخه د متساوي ټولنې په هلو
ځلو کې کار کوي. د ۲۰۰۵م کال له جنورۍ را په دېخوا کاونټرپارټ
د امریکا د متحده ایالتونو د نړیوالې پرمختیايي ادارې
په مالي ملاتړ
د افغان مدني ټولنې د پیاوړتیا نوښت (آيپکس) پروژې
مخکښ تطبیقوونکی دی.
د آیپکس د بریالیتوبونو په رسمیت پېژندنې په لړ کې، یو ایس ایډ
په دې لنډه تېره موده کې ددغه پروګرام ۳۳میاشتې نور هم تمدیدول
کاونټرپارټ نړیوالې مؤسسې ته ډالۍ کړل، چې د تطبیق موده یې د
۲۰۱۰م کال سپټمبر میاشتې ته وغزول شوه.
آیپکس نړیوال شریکباڼي (پارټنران) لري، چې د نوښتګرو ملګرو
نړیواله ټولنه
(Creative)
او د په ګټه نه ولاړ قانون لپاره نړیوال مرکز(ICNL)
او په همدې ډول دوه افغان سیمه
ییزې
نا دولتي مؤسسې چې د افغان مدني ټولنې مجتمع(ACSF)
او د افغان ښځو لپاره تعلیمي مرکز(AWEC)
هم په شریکباڼو کې شاملې دي.
کاونټرپارټ نړیواله مؤسسه د افغان مدني ټولنې مجتمع او د افغان
ښځو تعلیمي مرکز ته روزنې او تخنیکي مرستې برابروي، تر څو دوی
وکولای شي د ملاتړ د ارتباطي مؤسسو
(ISOs)
په توګه خپل رول او مسؤلیتونه
د مدني ټولنې د ملاتړ اتو مرکزونو ته چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې
موقعیت لري
د تخنیکي مرستو او روزنو د برابرولو د زېرمو د مرکز په حیث
ترسره کړي.
په دغو لسو شریکباڼو مؤسسو کې د سرچینو مرکزونه افرادو او
مؤسسو ته چې د پرمختیايي اساسي مهارتونو په لړ کې د تخنیکي
مرستو د ترلاسه کولو په موخه راځي، مرستې کوي. دوی همدا راز د
نړیوال پرمختګ په اړه معلوماتو ته او هم د انټرنېټ وړیا
خدمتونو ته د لاسرسي آسانتیاوې هم برابرې کړي دي. دغه جوړښت له
کاونټرپارټ، د مدني ټولنې د ملاتړ له منځګړو مؤسسو او د مدني
ټولنې د ملاتړ له مرکزونو سره مرسته کړې ده چې د مدني ټولنې د
۲۰۰ مؤسسو ګروپ ته چې نادولتي مؤسسې، ټولنیزې مؤسسې، د ټولنې
پرمختیايي جرګې(د مشرانو او سپین روبو عنعنوي جرګې) هم په کې
شاملې دي، تخنیکي مرستې او ټریننګونه وړاندې کړي، چې په دې
توګه له دغو مؤسسو سره مرسته کوي چې دوی خپلو ټولنو او پرګنو
ته مهم خدمتونه وړاندې کړي.
کاونټرپارټ د مدني ټولنې د مؤسساتو د مؤسساتي ظرفیتونو لوړلو
ته اهمیت ورکوي او په دې منظور مدني مؤسسو ته د بسپنو
(ګرانټونو) ورکړه په نظر کې لري. له لاسته راغلو تجربو او د
ظرفیتونو له لوړاوي سره د ګرانټونو د اړیکو تړل، د روزنو او
مشارکت له لارې د محسوسو اغېزو د را منځته کېدا لامل کېدای شي،
نه دا چې بسپنې (ګرانټونه) په عام ډول خلکو ته ووېشل شي.
کاونټرپارټ څه د پاسه
۲،۶
میلیونه امریکايي ډالر بسپنې
په خپل لومړني کاري پړاو (۲۰۰۵
–
۲۰۰۷م ) کې
د ټول افغانستان په کچه د مدافعې او ټولنیزو پرمختیايي پروژو د
ملاتړ په موخه
وېشلې دي.
د آیپکس پروګرام د
عمومي
هدف او د پروژوي
مقصدونو
په اړه پراخ عامه پوهاوي
کچه لوړل
ډېر
اهمیت لري.
د نوښتګرو ملګرو نړیوالې
ټولنې
د افغان رسنیزو خپرونو څېړنه ترسره کړه او د پروګرام په لومړني
کاري پړاو کې یې عامو وګړو ته د آیپکس د فعالیتونو د رسېدنې په
موخه ستراتیژي را منځته کړه. دوی اوس د آیپکس شریکباڼو ته د
اغېزمنې مفاهمې او د رسنیو سره د اړیکو جوړولو روزنې ورکوي.
همدا راز نړیوال نوښتګر ملګري ټولنه د رسنیو له مؤسسو سره کار
کوي چې ددوی د ریپورټ ورکولو ظرفیتونه لوړ کړي او د رسنیو، د
مدني ټولنې د مؤسسو او حکومت تر منځ مثبتې اړیکې جوړي کړي، او
ددې تر څنګ په افغانستان کې د مختلف شمېر نړیوالو ذیدخلو
اړخونو د ډولونو او نقشونو په اړه هم د عامو خلکو د پوهاوي کچه
لوړوي.
په عین مهال د په ګټه نه ولاړ قانون لپاره نړیوال مرکز، د
افغانستان له دولت سره خپل کار کولو ته دوام ورکوي، تر څو داسې
قانوني کاري چاپېریال را منځته کړي چې سیمه ایزې او نړیوالې نا
دولتي مؤسسې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته په مؤثر ډول
دوام ورکړي.
په افغانستان کې د کاونټرپارټ نړیوالې مؤسسې له پاره د آیپکس
په ټولو فعالیتونو کې د جندر موضوعاتو تعادل خپل اصل مسیر ته
را ګرځول د افغان مدني ټولنې د پرمختګ په لړ کې ډېره مهمه او
په ټولو پروګرامونو کې شامله موضوع ده. د آیپکس له شریکباڼو
مؤسسو
څخه نیمايي برخه
یې هغه دي چې د ښځو له خوا اداره کېږي او یا هم د ښځو له پاره
کار کوي او
د آیپکس د بسپنو
له
نیمايي
څخه زیاته
برخه هغو پروژو ته ورکول کېږي چې په مستقیم ډول یې افغان ښځو
ته ګټه رسېږي.
کاونټرپارټ د افغان مدني ټولنې پراخه ارزونه تکمیل کړې ده، چې
د آیپکس پروګرام لپاره به د پروژې
تر پایه یوه
معلوماتي
سرچینه وي. دغه ارزونه مختلفو افغان مؤسسو، د امریکايي حکومت
ادارو، نړیوالو مؤسسو او د څېړنو مرکزونو ته وېشل شوې ده، او د
یوې مهمې سرچېنې په توګه د هېواد د وټیز (اقتصادي) پرمختګ
لپاره ورځنې کار اخیستل
کېدلی
شي.
(د مدني ټولنې د ریپورټ لپاره دغه ځای کېکاږئ).
کاونټرپارټ همدا راز د مدني ټولنې د ملاتړ د اتو مرکزونو
انتخاب هم پای ته رسولی دی، چې دغه مرکزونه د ټول هېواد په
مختلفو برخو کې د پراخې لاس رسېدنې په موخه موقعیت لري.
د آیپکس له لارې سیمه
ییزې
افغان مؤسسې خپل ظرفیتونه لوړوي
چې
د ټول افغانستان په کچه د خلکو د پرمختګ مهمې او ضروري اړتیاوې
پوره کړي. همدا ډول مهمه ده چې د مدني ټولنې ځايي مؤسسې خپلې
وړتیاوې غښتلې کړي،
چې د د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت
سره د تعمیري کار او بوختیا له لارې د اوسېدونکو د ګټو
استازیتوب وکړي او په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي تصمیمونو کې د
اوسېدونکو ونډه یقیني کړي. دغه کار به د ټول افغانستان د ټولو
اوسېدونکو لپاره د برخې اخیستنې او بریالیتوب پایلې او نتیجې
ولري. |