English دری  

   د کاونټرپارټ په هکله

   کور

   زمونږ هدف

   پروګرامونه

   د مدنی ټولني ارزونه

   د نادولتی مؤسسو لپاره قانون

   د ظرفیتونو لوړول

   بسپنی (ګرانټونه)

   جندر

   ډله ایز رسنی

   شریکباڼی

   د مدنی ټولنی د ملاتړ ارتباطی مؤسسی ISOs

د مدنی ټولنی د ملاتړ مرکزونه CSSCs

   د په ګټه نه ولاړ قانون لپاره نړیوال مرکز ICNL

  د نوښتګرو ملګرو نړیواله ټولنه CAII

   سر چینی

   د وړاندیزونو غوښتلیک

   ژوندی کیسی

   د کار فرصتونه

   انڅورونه

   پته

کور نمبر ۴۷ ،
د اوبو د مخزن کوڅه
کارته سه - دارلامان سرک
د تجارت وزارت ته نږدی
کابل افغانستان

   ټیلیفون شمیره

 933 154 70 (0) 93++

  تخنیکی اړیکی

  Webmaster@counterpart-afg.org

 

د معلوماتو لپاره اړیکی

  Info@counterpart-afg.org

 

::  مطبوعات او رسنۍ

د نړیوالو نوښتګرو ملګرو ټولنه Creative د آیپکس د رسنیو فعالیتونه تطبیقوي، چې د رسنیو او د مدني ټولنې د مؤسسو تر منځ ستراتیژیکې اړیکې جوړې کړي او په ټولیزه توګه د غیر دولتي مؤسسو په اړه د عامه وګړو برخورد کې مثبت بدلون راولي، چېرته چې د مدني ټولنې د مؤسسو او د هغوی د کارونو په اړه د پوهې او درک کمی دی.  د نړیوالو نوښتګرو ملګرو ټولنه له دواړو یعنې پیغام جوړوونکو (د مدني ټولنې له مؤسسو) او د پیغام انتقالوونکو (له رسنیزو خپرونو) سره کار کوي چې د مدني ټولنې د سکتور په اړه او همدا راز د آیپکس د عمومي هدف او مقصدونو د کار او ددوی د طبیعت یا جوړښت په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.  د نړیوالو نوښتګرو ملګرو ټولنه دغه فعالیتونه د ریپورټونو د خپرولو، د مجلسونو، سمینارونو، مرکو، ګردیو مېزونو، ورکشاپونو او د مدني ټولنې مؤسسو او رسنیو ته د ټریننګونو د ورکولو له لارې ترسره کوي. همدا راز د نوښتګرو ملګرو نړیواله ټولنه د رسنیو، د مدني ټولنې د مؤسسو او د مثبتو او ښو اړیکو په را منځته کولو کې هم کار کوي.

د رسنیو ستراتیژي

د کاري پړاو په پیل کې، نړیوالو نوښتګرو ملګرو ټولنې د "له ډله ییزو رسنیو سره د پراخو اړیکو او مفاهمې ستراتيژي(کړنلار)" د آیپکس پروګرام له پاره جوړه کړه. ددغې ستراتیژۍ هدف دا و چې د مدني ټولنې د مؤسسو د داخلي او بهرنۍ مفاهمې فرصتونه را څرګند کړي او په دغه برخه کې ښه والی راولي. د نوښتګرو ملګرو نړیوالې ټولنې ددغې ستراتیژۍ ۳۹۰۰ ټوکه د مدني ټولنې ډېر شمېر مؤسسو او ژورنالستانو ته ووېشلې. (د آیپکس د رسنیو د ستراتیژۍ د ترلاسه کولو له پاره مهرباني وکړﺉ دغه ځای کېکاږﺉ.)  

د مدني ټولنې د ملاتړ او اهمیت په موخه د راډیويي ډرامو خپرول

د نوښتګرو ملګرو نړیوالې ټولنې او ایکول اکسیس ټولنې ۲۰ قسطه (۱۰ قسطه پښتو او ۱۰ قسطه دري) د ودان کلي په نامه ډرامې جوړې او د افغانستان د راډیو ټلویزون له لارې یې خپرې کړې. چې دغه ډرامې د هېواد د نفوسو له ۶۵٪ تر ۸۵٪ خلکو پورې د هر ولایت اوسېدونکو اورېدلې دي. همدا راز دغه ډرامې د ایکول اکسس د ۷۰۰۰ سټلایټ ریسیورونو له لارې په ملي کچه خپرې شوې دي. پر دې سربېره د نړیوالو نوښتګرو ملګرو ټولنې ددغو ډرامو ۶۰۰ سي ډي ګانې ( ۳۰۰ پښتو او ۳۰۰ دري) ثبت کړې او ۴۷ راډیو سټیشنونو او د مدني ټولنې ۲۰۰ مؤسسو ته یې خپرې کړي دي. دغو ۴۷ راډیو سټیشنونو زموږ ډرامې د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې خپرې کړي دي.

د رسنیو عامه غونډه او د محوري ګروپونو بحثونه

د نوښتګرو ملګرو نړیوالې ټولنې ۱۱ ګردي مېزونه د مختلفو حکومتي او غیر حکومتي کارمندانو سره د مدني ټولنې د ډېر شمېر موضوعاتو په اړه دایر کړل، چې په ملي کچه په افغانستان کې د انجوګانو د رول او بریاوو په اړه بحثونه په کې شوي وو او د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون له لارې خپاره شول. همدا راز د مدني ټولنې په وده کې د راډیويي ژورنالستانو او د مدني ټولنې د مؤسسو د لوبغاړو ونډه تر نامه لاندې یې دوه ورکشاپونه دایر کړل چې ۲۰۰ ژورنالستانو او ۲۰۰ تنو د مدني ټولنې لوبغاړو په کې برخه واخیسته. همدا راز نړیوالو نوښتګرو ملګرو ټولنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د باختر اطلاعاتي آژانس له پاره یو دوه ورځنی ورکشاپ  دایر کړ، چې د باختر آژانس ۶۸ تنو ولایتي رئیسانو او د مدني ټولنې د مؤسسو له ۵۰ څخه زیاتو استازو په شمول ۱۰۰ تنو په دغه ورکشاپ کې ګډون وکړ. دغه راز د نړیوالو نوښتګرو ملګرو ټولنې یوه ستره د سرک پر سر د تیاتر ننداره وړاندې کړه چې ۲۰۰۰ تنو په کې ګډون وکړ. د سرک پر سر ددغې تیاتر نندارې وړاندې کولو هدف دا و چې له غیر معمولې لارو معلومات خلکو ته وړاندې شي او د عامه پوهاوي کچه لوړه کړل شي او د مدني ټولنې په وده کې د لیکوالو او شاعرانو نقش څرګند شي.

عامو وګړو ته د علماوو د شبکې له لارې رسېدنه

د نوښتګرو ملګرو نړیوالې ټولنې اته ګردي مېزونه ( څلور په کابل، دوه په هرات، یو په مزار شریف او یو په ننګرهار ولایتونو) کې دایر کړل، چې د ۱۱ ښځینه عالمانو په شمول  ۶۴ تنو دیني عالمانو په کې ګډون وکړ. ددغو بحثونو هدف دا و چې د مدني ټولنې په اړه د دیني عالمانو انګېرنو په اړه وپوهېږو او دا چې دوی د مدني ټولنې په وده کې څه نقش لوبولی شي. د آیپکس په دویم کاري پړاو کې به ددغو ګردیو مېزونو ټول ګډونوال په یوه ورکشاپ کې ګډون کوي چې د راتلونکو کارونو په اړه پرېکړي وکړي.

له ژورنالستانو سره د ټولنیز جنسیت او رسنیو په اړه میاشتني بحثونه

کاونټرپارټ د سهیلي آسیا د آزادو رسنیو د ټولنې (سفما) په ګډه همکارۍ د ټولنیز جنسیت پر مسایلو د پوهاوي دوه ورځنی ورکشاپ د ۲۵ تنو ژورنالستانو له پاره دایر کړ. په دغه ورکشاپ کې د ګډونوالو له غوښتنې سره سم، کاونټرپارټ د هرې میاشتې په سر کې د بحث ډله چې د آیپکس د رسنیو مسؤولان او د ټولنیز جنسیت مسؤولان په کې شامل دي، جوړه کړه. د ټولنیز جنسیت او رسنیو په اړه د بحث دغه ډله ددې له پاره را منځته شوې چې د ژورنالستانو ځواک نور هم ښه کړي چې ریپوټونه د ټولنیز جنسیت د تعادل له مخې ولیکي او دا چې د رسنیو د مسؤولانو د ظرفیت کچه لوړه کړي چې له رسنیو څخه په داسې توګه کار واخلي چې د خپلو مؤسسو فعالیتونه خلکو ته څرګند کړي.

 

د ظرفیتونو لوړول

د نړیوالو نوښتګرو ملګرو ټولنې د مفاهمې او له رسنیو سره د اړیکو جوړولو ۱۹ ټریننګونه دایر کړل،  چې په ټولیزه توګه په دغو ټریننګونو کې د ۱۷۱ مؤسسو او د نهو وزارتونو څخه ۳۷۹ کسانو (۲۵٪ ښځو) ګډون وکړ، چې په دې توګه دغو ټریننګونو د دولت، د مدني ټولنې د مؤسسو او رسنیو تر منځ ښې اړیکې را منځته کړې او دغه راز ددوی د ظرفیت کچه یې لوړه کړه چې لا زیاتو خلکو ته خپل پیغامونه ورسوي. 

 

 

 

© ۲۰۰۵ ، ټول حقوق له کاونټرپارټ نړیوالی ټولنی سره خوندی دي
کور | د ویب پاڼی نقشه | اړیکی