|
د آیپکس په کاري چوکاټ کې د په ګټه نه ولاړ قانون له پاره
نړیوال مرکز د مدني ټولنې د ملاتړ له پاره د یوه قانوني کاري
چاپېریال د را منځته کولو په لړ کې هلې ځلې کوي.
د آیپکس په لومړي کاري پړاو کې آی سي این ایل په دغه لاندې
فعالیتونه کې بوختیاوې لرلې:
د انجوګانو د قانون د مسودې په طرح کولو کې تخنیکي مرستې:
د ۲۰۰۵م له جنورۍ- تر جون میاشتې پورې د په ګټه نه ولاړ قانون
له پاره نړیوال مرکز د افغانستان د اقتصاد وزارت او همدا راز د
انجوګانو سکتور ته تخنیکي مرستې او قانوني پرتله کوونکې تجربې
وړاندې کولې، چې په دې توګه دا خبره یقیني کړي چې د انجوګانو
قانون له نړیوالو نورمونو او د قانون د غوره تطبیق شوو موډلونو
او همدا راز د افغانستان له شرایطو سره سم وي. د ۲۰۰۵م په
اپرېل کې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د کاري ګډ ځواک د را
منځته کېدا له مخې، آی سي این ایل ته بلنه ورکړل شوه چې په
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو دفتر (یوناما) او نورو
استازو تمویلوونکو ټولنو ته مرستې برابرې کړي، چې د انجوګانو د
طرح شوي قانون د پرمختیا له پاره نورې سپارښتنې وړاندې کړي. د
آی سي این ایل د ډېرو هلو ځلو په نتیجه کې د انجوګانو د ۲۰۰۵م
کال په نافذ شوي قانون کې زیات او د اهمیت وړ غوره والی د
اقتصاد وزارت د طرح شوي قانون په پرتله راغلی و. دا چې د
افغانستان ولسي جرګه د هېواد ټول نافذه قوانین د انجوګانو د
قانون په شمول له سره باید وګوري، آی سي این ایل د انجوګانو د
قانون په اړه د لیکل شوو نظراتو او سپارښتنو په وړاندې کولو
سره او د ولسي جرګې له ځینو غړو سره د خبرو اترو له مخې د یوې
تر لاس لاندې سرچینې په څېر ځان ثابت کړی دی.
د ظرفیتونو د کچې لوړول او په مفاهمه کې غوروالی راوستل
د انجوګانو د قانون تر نافذېدلو وروسته، آی سي این ایل په یو
لړ هغو فعالیتونو کې بوختیاوې لرلې چې د اقتصاد وزارت د
انجوګانو د ریاست د ظرفیت د کچې د لوړولو له پاره طرح شوي وو،
چې په دې توګه د انجوګانو قانون په اغېزمنه توګه تطبیق کړي، د
انجوګانو د سکتور استازو ته ښوونه او روزنه ورکړي چې خپل حقونه
او مسؤولیتونه درک کړي، او دا چې د سکتورونو تر منځ په مفاهمه
کې غوره والی راوستل شي. دغه فعالیتونه په لاندې توګه د یادونې
وړ دي:
o
د په ګټه نه ولاړ قانون له پاره نړیوال مرکز(آی سي این ایل) د
اقتصاد وزارت د انجوګانو د ریاست د کارمندانو په شمول د اقتصاد
وزارت نږدې ۲۰۰ تنو کارمندانو ته د انجوګانو د نوي قانون د
پوهاوي په اړه درې ټریننګونه ورکړل.
o
آی سي این ایل او د نړیوالو نوښتګرو ملګرو ټولنې د ساحوي
ټریننګونو یوه لړۍ ترسره کړه چې د اقتصاد وزارت د ولایتي
مسؤولینو په شمول، د رسنیو مؤسسو او د مدني ټولنې د مؤسسو
استازو، نږدې د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو څخه ۳۰۶ تنو په
کې برخه واخیسته.
o
آی سي این ایل او کاونټرپارټ نړیوالې مؤسسې یو لړ تعلیمي مواد
چاپ او خپاره کړل چې نومونه یې په لنډه توګه یادوو: د انجوګانو
د قانون او د معلوماتي پاڼې (بروشر)، څه ډول کولی شو یوه انجو
راجستر کړو؟، د آزادې ټولنې د انسټیټیوټ لارښود چې د مدني
ټولنې په اړه معلومات لري او د نادولتي مؤسسو د ریاست خبرپاڼه
چې
"د
نادولتي مؤسسو د فعالیتونو هنداره"
ترنامه لاندې د اقتصاد وزارت او د نادولتي مؤسسو په ګډو هلو
ځلو خپره شوه، او دغه خپرونه د افغانستان په تاریخ کې لومړۍ
یوه وه چې د افغانستان د دولت له خوا د نادولتي مؤسسو د
فعالیتونو ستاینه په کې شوې وه.
o
آی سي این ایل د ثبت او راجستر د بروشر ۱۵۰۰ ټوکه په دري، پښتو
او انګرېزۍ ژبه چاپ او تر دې دمه پورې یې ۱۴۰۰ ټوکه خپاره کړي
دي.
o
آی سي این ایل
او
کاونټرپارټ د مدني ټولنې په اړه یو سمینار د دولت، انجوګانو،
او د افغانستان د ولسي جرګې غړو له پاره دایر
کړ.
o
آی سي این ایل او کاونټرپارټ د حکومتي ارګانونو او د نادولتي
مؤسسو تر منځ د ګډو همکاریو د ښه کولو په اړه یو کانفرانس دایر
کړ، چې په دغه کانفرانس کې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د
نادولتي مؤسسو او د دولتي مقاماتو ګڼ شمېر استازو ګډون وکړ.
د مدني ټولنې په ټولنیز تصویر کې غوره والی راوستل
له کاونټرپارټ او د نوښتګرو ملګرو له نړیوالې ټولنې سره په ګډه
همکارۍ آی سي این ایل د مدني ټولنې په اړه د بحث پروګرام په
طرح کولو کې همکاري وکړه، چې په ملي کچه دغه پروګرام د ټلویزون
له پردې لیدونکو او اورېدونکو ته خپور شو. د ټلویزیون دغه
پروګرام ددې له پاره طرح شوی و چې د مدني ټولنې د اهمیت، د
انجوګانو د سکتور د فعالیتونو، ددغه سکتور پاک حساب کتاب ورکول
او شفافیت، او همدا راز د انجوګانو د نوي قانون په اړه د
لیدونکو د پوهاوي کچه لوړه کړي. له ګډونوالو څخه یوه تن دغه
پروګرام
" د تېرو
۲۵ کلونو په بهیر کې د مدني ټولنې د لوبغاړو په څېر د انجوګانو
د فعالیتونو رابرسېره کول تر ټولو لومړی نوښت وګاڼه."
دغه راز د مدني ټولنې په اړه معلوماتي درې راډیويي او یو
ټلویزوني پروګرامونه چې د نادولتي ټولنو د قانون او د ټولنیز
جنسیت موضوعات هم په کې نغښتي وو خپاره شول.
د مدني ټولنې د ارزونې او د ګردیو مېزونو د ریپوټ د پایلو له
مخې، آی سي این ایل د مدني ټولنې، قانون او جندر موضوعاتو په
اړه د ځوانانو د بحث نوښت په نږدې تېر مهال کې د زده کوونکو
تر منځ د سیالیو په بهیر کې پیل کړ. تر دې دمه پورې ۵۶۰ تنو
زده کوونکو د افغانستان په ملي تلویزون کې د خپرې شوې سیالۍ کې
برخه واخیسته چې ددې ټولو څخه ۴۰ تنو یې د لومړيو مقامونو د
ترلاسه کولو له پاره سیالۍ وکړې. له دغو سیالو څخه وړاندې، آی
سي این ایل د پوښتنو او ځوابونو ۸۰۰ ټوکه کتابونه چاپ کړل او
تر سیالۍ پنځه ورځې وړاندې یې د زده کوونکو تر منځ په دې موخه
ووېشل چې د مدني ټولنې په تړاو د سیالۍ له پاره د زده کړې
کافي وخت او تیاري ولري. آی سي این ایل په پام کې لري چې په
ټولیزه توګه د زده کوونکو تر منځ۱۰ سیالۍ ترسره او ۳۰۰۰ جلده
معلوماتي کتابونه ددوی تر منځ په کابل او ولایتونو کې ووېشي.
په ټولیزه توګه، دغو فعالیتونو د مدني ټولنې، قانون او د جندر
موضوعاتو د اهمیت په اړه د زده کوونکو او ځوانانو او په غیر
مستقیمه توګه ددوی د ملګرو، او ټولنو د پوهاوي کچه په ډېره
غوره توګه لوړه کړې ده.
.
|