English دری  

   د کاونټرپارټ په هکله

   کور

   زمونږ هدف

   پروګرامونه

   د مدنی ټولني ارزونه

   د نادولتی مؤسسو لپاره قانون

   د ظرفیتونو لوړول

   بسپنی (ګرانټونه)

   جندر

   ډله ایز رسنی

   شریکباڼی

   د مدنی ټولنی د ملاتړ ارتباطی مؤسسی ISOs

د مدنی ټولنی د ملاتړ مرکزونه CSSCs

   د په ګټه نه ولاړ قانون لپاره نړیوال مرکز ICNL

  د نوښتګرو ملګرو نړیواله ټولنه CAII

   سر چینی

   د وړاندیزونو غوښتلیک

   ژوندی کیسی

   د کار فرصتونه

   انڅورونه

   پته

کور نمبر ۴۷ ،
د اوبو د مخزن کوڅه
کارته سه - دارلامان سرک
د تجارت وزارت ته نږدی
کابل افغانستان

   ټیلیفون شمیره

 933 154 70 (0) 93++

  تخنیکی اړیکی

  Webmaster@counterpart-afg.org

 

د معلوماتو لپاره اړیکی

  Info@counterpart-afg.org

 

: د قومونو د اړیکو دفتر
دغه معلومات او جزئیات د کاونټرپارټ نړیوالې ټولنې له خوا نه دي برابر شوي

د قومونو د اړیکو د دفتر لنډه پېژندګلوي:

د قومونو د اړیکو دفتر د ۲۰۰۳م کال په ډسمبر کې تأسیس شو، چې په ۲۰۰۴م کال کې یې په خوست، پکتیا، پکتیکا او کابل ولایتونو کې دفترونه پرانیستل.

د قومونو د اړیکو دفتر یوه افغاني، نا حکومتي، غیر سیاسي او په ګټه نه ولاړه مؤسسه ده چې د افغانستان په سهیل ختیزو ولایتونو کې د سولې او امنیت په نوښتونو کې فعالیتونه لري.

د قومونو د اړیکو د دفتر دنده داده چې په قانوني ډول د ټولنو او ددوی د دودیزو ادارو جوړښت د افغانستان له ادارې، امنیت او د بیا رغونې له کاري چوکاټ سره د همغږي کولو په منظور اداره کړي. د قومونو د اړیکو دفتر د افغانستان په سهیل ختیځ کې د قومونو د مشرانو، شوراګانو، دولت او د نړیوالو ټولنو تر منځ د رسمي اړیکو د را منځته کېدو په موخه کار کوي.

د قومونو د اړیکو دفتر اوسمهال په پنځو ولایتونو کې فعالیتونه لري، چې مرکزي دفتر یې د افغانستان په پلازمینه کابل کې دی، او ساحوي دفترونه یې په پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې دي.

د قومونو د اړیکو فعالیتونه په څلور ډوله فعالیتونو را څرخي: ۱) څېړنې او اډویکسي (مدافعه)، ۲) د سیمه ایزو ټولنو د کاري ظرفیتونو لوړول، سوله ایزه مشري او د دودیزې ادارې جوړښتونه، ۳) د بیا رغونې په چارو کې د ټولو اړخونو همکاري ته رابلل، او ۴) د بیا رغونې د هلو ځلو تسهیل.

 

 

 

 

© ۲۰۰۵ ، ټول حقوق له کاونټرپارټ نړیوالی ټولنی سره خوندی دي
کور | د ویب پاڼی نقشه | اړیکی