Your browser (Internet Explorer 7 or lower) is out of date. It has known security flaws and may not display all features of this and other websites. Learn how to update your browser.

X

Navigate / Profile / Search

Profile

en-USps-AFprs-AF

زموږ کار

د قانون جوړولو د چارو پیاوړتیا

د (قانون جوړولو د چارو پیاوړتیا) موخه د مدني ټولنې ادارو (ټولنیزې ادارې SO  او نادولتي موسسو NGO) روڼتیا او د هغوی د قانوني کاري چوکاټ پیاوړتیا ده. آیپکس د ناګټې قانون نړیوال مرکز (ICNL) په همکاری د نادولتي موسسو او ټولنیزو سازمانونو په قوانینو کې د اداري او قانوني اصلاحاتو په رامنځته کولو سره چې ددې موسسو لپاره د فعالیت چاپیریال پیاوړی کوي غواړي د مدني ټولنې قانوني کاري چوکاټ لا ښه کړي کړي. په هیواد کې د مدني ټولنې ټولو ادارو تا دا موقع ورکړ شوی وو چې په دې برخه کې د وزارتونو او پارلماني کمیسیونو په کچه خپل نظر څرګند کړي.
د حساب ورکونې اړوند د لازیات ډاډمنتیا په خاطر پروژه د مدني ټولنې د موجوده مقرراتو د پلي کولو لپاره کار کوي او د مدني ټولنې د کاري چوکاټ کاري ډلې یې جوړې کړي دي چې له اوسنی قانون سره د مدني ټولنې ادارو په سمون او مطابقت باندې تمرکز لري او د مدني ټولنې خپلواکۍ ساتي. همدارنګه دغه کاري ډله د هغې ادارې په توګه کار کوي چې د پالیسي جوړولو په بهیر کې د مدني ټولنې ادارو په رول باندې بحث وکړي. د آیپکس د قانون جوړولو د چارو د پیاوړتیا ډله او د هغه همکاره موسسه (ICNL) هم دولتي کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه او تخنیکي مرستې برابروي او د مدني ټولنې د ادارو د ثبت، څارنې او رپورټ اخیستنې مسوولیت لري. ددې هلو ځلو د بشپړولو په خاطر پروژه د مدني ټولنې ادارو مشران او فعالینو ته د اړوند قانوني موضوعاتو او خپلو حکومتي سیالانو ته د لاس رسی او ښکیلتیا د څرنګوالی او د مرستو پربنسټ ولاړ کاري ماحول د جوړولو اړوند روزنیز پروګرامونه جوړوي.
سربیره پردې د کاونټرپارټ نړیواله موسسه او (ICNL) د نادولتي موسسو د سکټور د داخلي روڼتیا او حساب ورکونې د پیاوړتیا لپاره کار کوي او د مهمو مدني ټولنې ادارو له رهبري سره د حساب ورکونې اړوند ورکشاپونه او د معلوماتو د تبادلې پروګرامونه جوړوي او د مدني ټولنې رهبرانو ته د ځاني تنظیم لارښود او کړندود جوړوي څو د فعالیتونو اخلاقي او روڼ سټنډرډونو د ساتلو لپاره خپلې ژمنې په روښانه توګه ترسره کړي.

د پالیسي جوړولو په چارو کې ګډون:

په افغانستان کې د مدني ټولنې رول او اړیکې د پیاوړتیا په موخه، آیپکس-II د مدني ټولنې ظرفیت پیاوړی کوي څو د خپلو ټولنو غړي بسیج او هغوی د تصمیم نیولو په ټولو کچو کې د پالیسی جوړولو پر بهیر باندې د اغیزې درلودلو په پروسه کې ښکیل کړي. د مدني ټولنې د رول په هکله د لا زیاتومعلوماتو په خاطر آیپکس له خپلو همکارو موسسو (CSO) سره مرسته کوي څو د مدني ټولنې او اسلام، د ټولنې دلومړیتوب هدفونه او د پالیسی اقداماتو او همدارنګه د خپل اجنډا د ښه ترسره کولو په خاطر سرچینو ته د لارس رسی اړوند ټولنیزې مکالمې دایرې کړي. ددې مکالمو پایلې به له ټیټې کچې څخه تر سیمه ییزې کچې پورې خپرې او د آیپکس د ۱۹ (ISOs)، له خوابه یو ملي کنفرانس دایر شي چې دمدني ټولنې کارکوونکي او دولتي ښکیل اړخونه به هم پکې ګډون ولري.
د آیپکس ډله به د بلاعوضو مرستو د بیلابیلو ډولونو په ورکولو سره (د بلاعوضو مرستو د جوړولو برخې ته ولاړشی) او همدارنګه د هیواد او نړۍ په کچه د معلوماتو د تبادلې په ترڅ کې د مدني ټولنې ادارو ترمنځ به شبکې، ائتلافونه او کنسرشیوم هم جوړې کړي. همدارنګه د پالیسی جوړولو په بهیر کې د مدني ټولنې د رول دپیاوړتیا په خاطر آیپکس د مدني ټولنې ادارو ته بیلابیلې بلاعوضې مرستې برابروي څو د بشري حقونو ، د مدني ټولنې/رسنی مرستې، د حکومت د حساب ورکونې د پیاوړتیا اړوند کمپاینونه دایرې کړي.

ظرفیت جوړول:

په سازماني پراختیا باندې د کاونټرپارټ د تمرکز پربنسټ، د کاونټرپارټ د آیپکس-II پروګرام د سازماني پراختیا د ستراتیژیو په جوړولو سره په ټول افغانستان کې د مدني ټولنې ادارو په ظرفیت جوړولو باندې تمرکز لري، دې هدف ته د رسیدو په خاطر  د کاونټرپارټ ډله او د هغې همکارې موسسې په دوو مهمو برخو باندې تمرکز لري: الف) د آیپکس د شبکې پراختیا او پیاوړتیا  ب) د همکارو موسسو (CSOs) ظرفیت جوړول. د آیپکس هره همکاره موسسه به تر (۲۰۱۳) کال وړاندې له (۲۰) پورې مدني ټولنې ادارو سره مرسته وکړي. دا ډول جوړښت به د آیپکس پروګرام ته اجازه ورکړي څو په پروګرام کې له پراخ ګډون څخه ډاډمن شي او په ملي کچه کوچنیو مدني ټولنې ادارو ته رسیده ګي وکړي. سربیره پردې آیپکس-II ددې لپاره جوړ شوی چې له خپل هغو کلیدي همکارو موسسو سره زیاته مرسته وکړي چې د پروګرام د ستراتیژی، طریقې، فعالیتونو او هدفونو اړوند تصمیمونوکې ښکیل دي.
زموږ د همکارو مدني ټولنې ادارو او شبکې د لاپیاوړتیا په خاطر د کاونټرپارټ نړیواله موسسه خپل همکارو موسسو ته د هغوی د ظرفیت جوړونې په خاطر ځانګړی فعالیتونه ترسره کوي. د کاونټرپارټ موسسه په منظم ډول خپل مهمو همکارو موسسو ته د لارښوونې او تخنیکي مرستو پر برابرولو سربیره، بیلابیل روزنیز مواد هم برابروي او د آیپکس هغو کارکوونکو ته روزنه ورکوي چې د همکارو موسسو په جوړښت کې ځای پرځای کیږي. همدارنګه د کاونټرپارټ نړیواله موسسه له کلیدي همکارو موسسو سره د اړتیاوو د تشخیص، د ښوونیزو پروګرامونو او تخنیکي مرستو د پلانونو د جوړولو او خپلو ترنظر لاندې مدني ټولنې ادارو ته د ظرفیت جوړونې د فعالیتونو د ترسره کولو په برخه کې مرسته کوي. بلاخره آیپکس-II د سازماني پراختیا(OD)  یوه پروسه او د پایښت نمونه جوړه کړې ده څو د ټولو هغو ترنظر لاندې ډلو اړتیاوې پوره کړي چې له آیپکس سره کار کوي. د روڼتیا، حساب ورکونې،  حرفه یی توب او پایښت د اصولو پربنسټ نوموړی نمونه په هغه عملي فعالیتونو باندې تمرکز لري چې د مدني ټولنې ادارو له ماموریت او فعالیتونو سره برابر دي او خپله د دې ادارو له خوا ورته لومړیتوب ورکړ شوی چې هر یو یې د یو نړیوال سټنډرډ سره سم کار وکړي.  

بلاعوضې مرستې

د کاونټرپارټ نړیواله موسسه خپل د ظرفیت جوړونې د پروګرامونو د یوې برخې په توګه د افغانستان مدني ټولنې ادارو ته د بلاعوضو مرستو د ورکولو پروسه مطالعه کوي. د روزنیزو پروګرامو او همکاری په ترڅ کې د بلاعوضو مرستو او د ظرفیتونو د پراختیا تر منځ اړیکې جوړول آیپکس ته دا موقع برابروي څو د عامو مرستو د فعالیتونو په پرتله لا زیاته روښانه اغیزه را منځته کړي. دا ډول فعالیتونه مرسته کوي څو بلاعوضې مرستې د امریکې د متحدو ایالتونو د نړیوال پرمختیايي ادارې (USAID) له هدفونو او د سیمې له اړتیاو سره سمون ولري.
د آیپکس همکارې مدني ټولنې ادارو (CSOs) غړي په تیرو وختونو کې د کاونټرپارټ پواسطه د بلاعوضو مرستو د برابرولو په هکله زیاتې خبرې وکړي. یو کار کوونکي وویل چې دا یواځې د پیسو د انتقال خبره نه ده بلکې دا له یوې لویې کورنۍ سره د یوځای کیدلو په خاطر بلنه ده. د بلاعوضو مرستو بل ترلاسه کوونکي وویل: د کاونټرپارټ دفتر په داسې یو ځای بدل شوی چې د پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د مشورو او مرستو د ترلاسه کولو لپاره دروازې زموږ پرمخ خلاصې دي.
د آيپکس-II ائتلاف د پروګرام د ظرفیت جوړولو، د خلکو بسیج کولو او په پالیسی کې د ګډون لپاره د ملاتړ په خاطر څوارلس ډوله بلاعوضې مرستې وړاندې کوي. په داسې حال کې چې د غوښتنلیک د رالیږلو لپاره د آیپکس زیاتره بلنې (RFAs) یواځې د آیپکس همکارو موسسو ته وقف شوي، خو نورې مرستې هم شتون لري چې نورې موسسې یې هم ترلاسه کولای شي چې د آیپکس غړيتوب هم ونلري.

د جنډر شاملول:

د کاونټرپارټ موسسې د آیپکس-II پروګرام موخه د افغانستان د خلکو، ښځې او نارینه دواړو، توانمند کول دي څو په لازیاته اغیزناکه توګه په سیاسي بهیرونو کې برخه واخلي، سیمه ییزې ستونزې هوارې کړي او له خپلو رهبرانو څه د ښې حکومت داری غوښتنه وکړي. دې موخو ته د رسیدو په خاطر د آیپکس د مدني ټولنې د پیاوړتیا پروګرامونه د جنډر د شاملولو ستراتیژی جوړې کړي دي څو د نارینه وو ترڅنګ دښځو ګډون هم یقیني کړي.
په آیپکس پروګرام کې په اغیزناکه توګه د جنډر د شاملولو څخه د ډاډمنتیا په خاطر د کاوڼترپارټ نړیواله موسسه روزنیز پروګرامونه او د تخنيکي مرستو فعالیتونه ترسره کوي چې د جنډر د پروګرامونو د جوړولو لپاره د مدني ټولنې ادارو ظرفیت پیاوړی کوي او د پراخ او عادلانه پالیسی د جوړولو څخه د ډاډمنتیا لپاره په عملي لارو چارو ټینګار کوي. همداراز آيپکس-II غواړي چې په مدني ټولنو کې د ښځو ګډون او بریاوې پیاوړی کړي. همدارنګه آیپکس-II به په خپله شبکه کې د هغو موسسو ښه استازیتوب یقیني کړي چې د ښځو په واسطه رهبري کیږي او یا په ښځو باندې تمرکز لري (لږ تر لږه د پروګرام ۵۰ سلنه همکارې موسسې).
د جنډر اړوند د کاونټرپارټ د آیپکس-II پروګرام کړنلاره د فعالیتونو په طرح کولو، پلي کولو او څارنه کې د جنډر لید په کارولو باندې تکیه لري څو د ښځو او نارینه وو لپاره د پروګرام ګټې او زیانونه په ډاګه شي، وڅیړل شي او د پروګرام په پلان جوړولو کې په پام کې ونیول شي. د کاونټرپارټ موسسې د آیپکس پروګرام د جنډر ډله د کاونټر پارټ او هم د آیپکس پروګرام د مهمو همکارو موسسو کارکوونکو ته تخنیکي مرستې برابروي. په خاصه توګه د آیپکس-II پروګرام د هرې همکاري موسسې لپاره د جنډر یوه استازي ته روزنه ورکوي او په هغه موسسه کې یې ځای پرځای کوي چې بیا هغه د خپلې موسسې کار کوونکو ته په ورځنی توکه د جنډر اړوند د ظرفیت جوړونې فعالیتونه وړاندې کړي. د پالیسی په جوړولو او ډیموکراټیکه پروسه کې د ښځو د ګډون د زیاتوالی په خاطر د کاونټرپارټ موسسه د افغانستان ښځې په کلیوالي، سیمه ییزه او ملي کچه په ټولنیزو مکالمو، پالیسی جوړولو، د مرستې او ملاتړ کمپاینونو او د ګردی میز په بحثونو کې ښکیل کوي.
د دې ستراتیژیو او فعالیتونو له لارې د آیپکس-II  پروګرام کولای شي ډاډ ترلاسه کړي چې د پروګرام په ټولو فعالیتونو کې یې جنډر شامل شوی او د افغانستان په مدني ټولنه کې د جنډر مساوات پیاوړی شوی.